Language

کندوز کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز ښار (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): په کندوز کې امنيتي چارواکي وايي چې په چهاردرې ولسوالۍ کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور نيول شوي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

په کندوز کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د شلمې فرقې رييس ارکان بريد جنرال سيد قربان موسوي د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي او ځمکني ځواکونو د چهاردرې ولسوالۍ په سجاني سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دې عملياتو په ترڅ کې د دوه بهرنيو وسله والو په ګډون نهه طالبان وژل شوي او پنځه نور نيول شوي دي.

ده وويل چې د عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو درې پټنځايونه او يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په سجاني سيمه کې د ملکي خلکو پر کورونو عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دې عملياتو په ترڅ کې يو ملکي کس ټپي شوى او څو نور کليوال امنيتي ځواکونو له ځان سره بيولي دي.

کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې له نهو ولسواليو څخه  درې يې (ګل باد، اقتاش او ګل تپه) د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي او د ځينو نورو يې بيا يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

login or register a new account.