کندوز- تالقان- جلال اباد (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د کندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د تخار ولايت د عامې روغتيا رياست د کارکوونکو پر موټر بريد کړى او په دوو نورو پېښو کې دوه ښځې وژل شوې دي.
د کندوز د خان اباد ولسوال حيات الله اميري د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې وسله والو طالبانو د خواجه پستې په سيمه کې د تخار ولايت د عامې روغتيا رياست د کارکوونکو پر موټر بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د ياد رياست دوه کارکوونکي ټپيان شوي او موټر يې له منځه تللى دى.
نوموړې زياته کړه: ((په موټر کې همدغه دوه کسان وو چې طالبانو يې موټر په راکټ ويشتى دى.))
د اميري د معلوماتو له مخې، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي خو روغتيايي وضعيت یې د اندېښنې وړ دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د تخار امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې یوه نجلۍ د ټوپک پر ډزو وژل شوې ده.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر پژواک ته وويل چې دغه نجلۍ د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ په درېيمه ناحیه کې، په خپل کور کې د کلاشینکوف پر ډزو وژل شوې ده.
اسیر وايي چې نجلۍ فاطمه نومېده او ۱۷ کلنه وه، خو تر اوسه یې د وژلو لامل نه دی روښانه شوی.
نوموړی وايي، د فاطمې کورنۍ ادعا کړې چې دې نجلۍ خپله ځان وژلی، خو پولیسو تر اوسه داسې څه نه دي موندلي چې دغه ادعا ثابته کړي.
د خواجه بهاءالدین بازار یو اوسېدونکی ثواب الدین وايي چې دغه نجلۍ د خپل کور په تشناب کې د کلاشینکوف پر ډزو ویشتل شوې ده.
د هغه په خبره، یاده نجلۍ له شاوخوا سيمو څخه په ډزو ویشتل شوې ده خو کورنۍ یې چا ته په دې اړه څه نه وايي.
login or register a new account.