محمودراقي (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د کاپيسا د البيروني پوهنتون ودانۍ مخې ته د چاودنې مخه نيول شوې ده.
د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي د البيروني پوهنتون ودانۍ مخې ته د لنکن د دفتر له دېوال سره ځاى پر ځاى شوي وو.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو غوښتل نن سهار په داسې حال کې چاودنه ورکړي چې محصلين پوهنتون ته د راتګ په حال کې و اوسي.
يوسفزى وايي چى ياد توکي د پولیسو له خوا کشف او له منځه يووړل شول.
د نوموړي په وينا، پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې، خو په تړاو يې تر اوسه څوک نه دى نيول شوى.
د البيروني پوهنتون يوه محصل محمد جعفر پژواک ته وويل چې د لنکن په مرکز کې محصلينو ته د انګليسي ژبې او کمپيوټر ته زده کړې ورکول کېږي او ډېرى علمي او فرهنګي غونډې هم کېږي.
د هغه په وينا، که چېرې چاودنه شوې واى، نو د ياد مرکز ترڅنګ پوهنتون ته يې هم مالي او ځاني زيانونه اړول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP