Language

غزني کې د رسنیو ښځینه کارکوونکې له ځورونو او ګواښونو سره مخ دي

غزني (پژواک، ٢٢ وږی ۹۶): په غزني کې د رسنیو یو شمېر ښځینه کارکوونکې وايي، دودیزو مسایلو، د خلکو له خوا ځورونو او امنیتي ګواښونو په رسنیو کې له کار کولو لرې ساتلې دي.

شکیلا هغه ښځینه خبریاله ده چې درې کاله يې د غزني په یوه سیمه ییزه راډیو کې کار کړی، خو اوس پر کور ناسته ده.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل، بېلابېلو ګواښونو اړه کړه چې دنده پرېږدي او پر کور کېني.

دې زیاته کړه، هغه مهال چې په راډیو کې یې دنده ترسره کوله، خلکو ځوروله او ستونزې ورته جوړېدلې.

د دې په خبره چې هره ورځ به نا اشنا کسانو زنګ ورته واهه او پر مرګ به یې ګواښله.

نوموړې وویل: ((زموږ د ټولنې د ډېرو وګړو ذهنیت خراب دی، هغوی فکر کوي چې نجلۍ له کوره ووته نو ازاده شوه او هر څه ته زړه ښه کوي، چا به پر موبایل د مینې پیغامونه رالېږل او چا به ځورولم.))

د دې په خبره، دغه حالت اخر اړه کړه چې له دندې لاس پر سر شي.

دې وويل چې په غزني کې یوازې خبریالانې نه، بلکې ټولې ښځینه کارکوونکې له بېلابېلو ستونزو او امنیتي ګواښونو ځورېږي.

شمیلا یوه بله خبریاله ده چې په غزني کې له یوې راډیو سره د ویاندې په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړې پژواک ته وویل، شهرت یې دې حال ته رسولې چې خلک ورته مزاحمت وکړي.

د دې په خبره، د خلکو له خوا په بېلابېلو بڼو ځورول کېږي، کله کله ورته له نا اشنا شمېرو زنګ وهل کېږي او کله کله ورپسې ناسمې خبرې کېږي.

خو دا وايي چې پر ګڼو ستونزو سربېره بیا هم خپل کار ته دوام ورکوي او غواړي د دغه ولایت خلکو ته خدمت وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.