Language

د غزني د جغتو ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

غزني ښار (پژواک، ٢٣ وږى ٩٦): د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د غزني د والي وياند محمد عارف  نوري د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار اته نيمې بجې د جغتو ولسوالۍ د تورګل په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې امنيه قوماندان څارمن محمد الحسن جليل د دندې پر لور روان و چې په لاره کې د ماين چاودنه پرې وشوه.

دى وايي چې په چاودنه کې امنيه قوماندان وژل شوی خو بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې د امنیه قوماندان دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.