کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦) : ناټو وايي چې د کندهار ولايت په پروني ځانمرګي بريد کې د رومانيا يو سرتېرى وژل شوى دى.
پرون غرمه شاوخوا دوولس بجې د کندهار د دامان ولسوالۍ مربوطاتو کې کندهار هوايي ډګر ته نږدې د سپين بولدک پر سړک د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان د يوه موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى و.
هغه مهال ځايي چارواکو او ناټو په دې پېښه کې د څو تنو سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړى و.
خو اوس د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه بريد کې يو رومانيايي سرتېرى وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې،په دغه پېښه کې دوه نور رومانيايي سرتېري ټپيان شوي هم دي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن ويلي، دغه بريد وښوده چې وسله وال طالبان پر سولې باور نه لري.
وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې چې په دې بريد کې اووه بهرني سرتېري وژل شوي دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه زيات شوي دي.
سږ کال په افغانستان کې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېره ١٤ تنو ته ورسېده او تر اوسه په افغانستان کې د رومانيا ٢٥ سرتېري وژل شوي دي.
login or register a new account.