Language

مزار کې د “شهيد اوونۍ” غونډې ته د ښوونځيو زده کوونکي راوستل شوي وو

مزارشريف (پژواک، ۲۵ وږی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د" شهيد اوونۍ" د نمانځنې په تړاو جوړې شوې غونډې ته د دغه ولايت د ښوونځيو زده کوونکي راوستل شوي وو.

د بلخ ولايتي شورا دغه کړنه د ولسمشر  د فرمان خلاف عمل بولي.

بلخوا غونډې ته راوستل شوو زده کوونکو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، نه پوهېږي چې د څه شي لپاره غونډې ته راوستل شوي دي.

د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار سوېل لور ته په سينا لوبغالي کې د وږي په ۲۵مه، د شهيد اوونۍ په تړاو غونډه وشوه.

دغې غونډې ته چې د حکومت ضد سياسي اشخاصو په ګډون په کې د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله هم برخه اخيستې وه، د قومي مشرانو او دولتي ادارو مامورينو تر څنګ يې زيات شمېر ګډونوال د ښوونځيو زده کوونکي وو.

په غونډه کې يوې ګډنوالې زده کوونکې پژواک ته وويل، د پوهنې رياست له خوا ټولو ښوونځيو ته خبر ورکړل شوی و چې زده کوونکي به يې نن دې غونډه کې برخه اخلي.

هغې زياته کړه، په همدې خاطر هغه زده کوونکي چې درس يې له ماسپښين څخه وړاندې وي، رخصت دي او دې غونډه کې برخه لري.

بلې زده کوونکې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، نه پوهېږي چې د څه لپاره دې غونډې ته رابلل شوې.

خو وايي چې د ښوونځي د مدېرې له خوا رواستل شوې ده.

د بلخ ولايتي شورا ريس ډاکټر محمد افضل حديد د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، سياسي غونډو ته د زده کوونکو راوستل د ولسمشر د فرمان خلاف عمل دی.

نوموړي په نننۍ غونډه کې د زده کوونکو د راوستو په تړاو زياته کړه، بايد د بلخ د معارف رياست له چارواکو پوښتنه وشي.

خو د بلخ د پوهنې رييس صبغت الله مستقيم پژواک ته وويل، دې غونډې ته زده کوونکي په راتګ نه دي  مجبور کړای شوي .

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.