Language

چارواکي: غزني کې هوايي بريدونو ښې پايلې لرلې دي

غزني ښار (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦) : د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د هوايي بريدونو له زياتېدو سره وسله وال مخالفين ځپل شوي او دغو بريدونو ښې پايلې لرلې دي.

په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمد حنيف رضايي وايي، وسله والو طالبانو په غزني کې ماتې خوړلې  او له سختو تلفاتو سره مخ دي.

هغه د وږي په ٢٥مه،پژواک خبري اژانس ته وويل،اوس په جنګ کې د نورو مرستو ترڅنګ هوايي مرستې زياتې شوې، وسله وال له قوي ماتې سره مخ دي.

د نوموړي په وينا، د هوايي بريدونو له امله جګړې کمې شوې دي، له اختر راهيسې په هوايي بريدونو کې تر ٥٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دده په خبره، د هوايي بريدونو له وېرې د سيمې اوسېدونکي هم وسله والو ته په خپلو کورونو او کليو کې د پټېدو اجازه نه ورکوي.

رضايي وويل، تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ د خدرخېلو سيمه کې د هوايي بريد پر مهال ١٣ وسله وال ووژ شول او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، دا هوايي بريدونه د افغان او نړيوال ځواکونو له خوا ترسره کېږي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم وايي چې هوايي بريدونه ښې پايلې لري او پر امنيت يې  مثبته اغېزه کړې ده.

نوموړى وايي، وسله وال طالبان اوس د نښتو او بريدونو پر ځاى ډېره پاملرنه پر لوريو لارو د ماينونو خښولو ته کوي.

د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي محمدامان پژواک ته وويل، له نيمايي زياته ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده او کله نا کله پر دولتي پوستو بريدونه هم کوي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې دوه ځلې پر وسله والو هوايي بريدونه شوي، خو ملکي  خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ميرک د سيمې اوسېدونکی سعدالله وايي، دوه اوونۍ وړاندې هوايي ځواکونو د دوى د سيمې جومات باندې بمونه واچول حال داچې هلته هېڅوک نه وو .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.