ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
خوست کې  چاودنې څلور کسان وژلي او ١٥ نور ټپيان دي

خوست کې چاودنې څلور کسان وژلي او ١٥ نور ټپيان دي

author avatar
17 Sep 2017 - 13:46
خوست کې  چاودنې څلور کسان وژلي او ١٥ نور ټپيان دي
author avatar
17 Sep 2017 - 13:46

خوست (پژوک، ٢٦ وږى ٩٦): د خوست ښار د مبايل پلورنځيو په يوه مارکېټ کې د ماين چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه شاوخوا ١١:٠٠ بجې د خوست ښار مرکز کې د حمام په نوم د مبايل پلورنځيو مارکېټ په لاندني پوړ کې شوې ده.

د خوست دغه لوړ پوړي امنيتي چارواکي زياته کړه چې د یوه مبايل پلورنځي تر مېز لاندې د ماين چاودنه شوې ده.

د غيرت په خبره چې ټول وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي.

نوموړي زياته کړه چې د پوليسو څېړنې پيل شوې، خو تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي او نه ده څرګنده چې د چاودنې موخه څه وه.

د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

په ورته وخت کې د خوست د عامې روغتيا مشر ډاکتر حبيب شاه انصاري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پېښې له ځايه څلور مړي او ١٥ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هغه د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.