غزني ښار (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): په غزني ولايت کې د يوې نښتې پر مهال ١٢ پوليس سرتېرو او ١٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د ده يک ولسوالۍ د رباط په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد کړى دی.
هغه زياته کړه چې له دې بريدونو وروسته په رامنځته شوو نښتو کې اته پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
د نوموړي په وينا، دغه راز په نښتو کې ٦ وسله وال طالبان هم وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
امرخېل وايي چې دا نښتې تر سهار روانې وې، پر لويه لاره پر نورو پوليسو هم بريد وشو خو هغوى ته زيان نه دی اوښتى.
د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو يوه پوسته هم نيولې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د پوليسو پوسته يې نيولې او ۱۰ پوليس وژل شوي دي.
هغه يواځې د يو طالب ټپي کېدل تاييد کړل.
login or register a new account.