Language

پکتيکا کې د پوليسو یو قوماندان له خپلې ښځې سره وژل شوی

ښرنه (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): پکتيکا ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له خپلې ښځې سره وژل شوى دى.

د يحيى خېلو  ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن محمد رسول د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو د يوې پوستې قوماندان او د هغه مېرمن وژلي دي.

سرچيني زياته کړه چې د اټلانو پوستې قوماندان يحيى غوښتل خپله مېرمن د درملنې لپاره روغتون ته بوځي چې په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شو.

د عمران په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، کله چې دوى د وسله والو په کمين کې ښکېل شول، نو مېرمنه يې پر خاوند پرېوته، څو له بريده يې وژغوري، خو وسله والو دواړه ووژل.

تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.