Language

غزني کې هوايي بريد ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني ښار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): چارواکي وايي چې د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د هوايې برید له امله ۷ وسله وال طالبان وژل شوي، خو د سیمې اوسېدونکي بیا وايي چې په دغه برید کې د ښځو او  ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ده یک ولسوالۍ د بالای په سیمه کې هغه مهال پر وسله والو طالبانو هوايې برید وشو چې د تېرې ورځې د جنګ جشن یې نیولی وو.

تېره ورځ وسله والو طالبانو د غزني په رباط سیمه کې د سیمه يیزو پولیسو پر پوسته برید وکړ چې په ترڅ کې يې ۸ پولیس ووژل شول او څلور نور ټپیان وو، خو طالبانو ویلي وو چې یاده پوسته يې نیولې او وسایل يې ترې وړي دې.

نوري وايې چې طالبانو په یاده سیمه کې جشن نیولی و چې تر هوايې برید لاندې راغلل او په ترڅ کې يې د قوماندان کش اخندزاده په ګډون ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوري همداراز وايي چې په دغه برید کې دوه ملکی وګړي هم ټپیان شوي چې یوه يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

خو د سیمې اوسېدونکی محمد اکرم وايي، په دغه برید کې درې ملکي وګړي چې د یوه کور غړي دي وژل شوي او يوه ښځه ټپي شوې ده.

د هغه په وينا، د دوى پر جومات هم هوايي برید وشو جومات ړنګ شوی خو چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د غزني ده یک ولسوالۍ په هوايي برید کې د دوی کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه زیاتوي چې د غزني اندړو ولسوالۍ د سیني په سیمه کې يې د اردو پر قرارګاه برید کړی چې په ترڅ کې يې پنځه دولتي سرتېرې او یو طالب هم وژل شوى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.