خوست- ميدانښار (پژواک، ۲۸ وږی ۹۶): په خوست کې د پنځو پروژو چارې پیل او بلخوا بیا په ميدان وردګو ولايت کې د لسو پروژو قرادادونه لاسليک شول.
په خوست کې يادې پنځه پروژې چې د کليو او پراختيا رياست له خوا پلې کېږي، د خوست مرکز اړوند مرديخلو سیمه او د اسمعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې پلې کېږي چې د مسوولينو په وينا چې په دغو پروژو د کلیو او پراختیا وزارت له لوري پرې ۱۴،۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
د خوست والي حکم خان حبيبي د وږي په ٢٨مه د دې پروژو د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژو کې د ۲۳۷ مترو په اندازه استنادي دېوال، د ۸۷ مترو په اوږدوالي سربندونه او يوه ژوره څاه شامله ده.
حبيبي دغه پروژې د کرنې په ځانګړي ډول د اوبو رسولو په برخه کې ډېرې مهمې وبللې او زياته يې کړه چې په دې سره به په کرنيزو محصولاتو کې زياتوالی راشي.
هغه وايي: ((د دغو پروژو په تکميل سره به سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي او ورسره به هغه ځمکې هم له سره ابادې شي چې سېلابونو زيانمنې کړې وي. دغه راز د ژورو اوبو څاه به ۳۵۰ کورنيو ته د څښلو پاکې اوبه ورکړي.))
د محمدعلي په نوم د اسمعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې سېلابونو يوازې د ده پنځوس جريبه ځمکه وړې، خو اوس له دې وروسته به يې ځمکه د سېلاب له خطر څخه وژغورل شي.
د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې د ٢٥ ميليونه افغانيو په لګښت د لسو پروژو تړونونه لاسليک شول.
د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل پژواک اژانس ته وويل چې دا پروژې د ولايت د مرکز ميدان ښار، چک او د بهسودو لومړۍ حصې ولسواليو کې پلى کېږي.
هغه زياته کړه چې په دې پروژو کې د سربندونو، کانالونو، ښوونځيو ودانۍ، پلونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
منګل وايي چې د دې پروژو د پلي کولو تړونونه د والي انجنير ځنډي ګل زماني، د کليو د پراختيا رييس انجنير خالد رحماني او د سيمه ييزو پرمختيايي شوراګانو تر منځ لاسليک شول.
د والي وياند وويل چې د دې پروژو کارونه به په يوه کال کې بشپړې شي او د يادو سيمو شاوخوا دوولس زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP