Language

په شمال کې د نا امنيو له امله پانګونه ٥٠ سلنه کمه شوې

مزارشريف (پژواک، ۲۸ وږی، ۹۶): د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي چې په شمال زون کې له تېرو دوو کلونو راهيسې  د روانې نا امنۍ له امله د پانګونې کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

بلخوا سوداګر شکايت کوي چې د نا امنۍ له امله ورسره بهرني سوداګر په افغانستان کې د ګډ کار کولو لپاره زړه نه ښه کوي.

خو امنيتي مسوولين وايي چې تر دې دمه په دغه زون کې د سوداګريزو چارو د ټکني توب له اړخه داسې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې چې لامل يې نا امني وي.

د بلخ د سوداګريزو خونو مسوول ارش يونسي د وږي په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ۲۰۱۲ زېږديز کال راهيسې په شمال زون کې سوداګريزې چارې مخ پر ځوړ روانې دي.

نوموړي زياته کړه چې په وروستيو دوو کلونو کې د شمال زون نا امنه کېدو سوداګر  وېرولي او د پانګونې کچه ورسره ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

هغه يې  تر ټولو ستر لامل د شمال زون د لويو لارو نا خونديتوب په ګوته کړ.

ارش وويل چې د شمال زون درېیو واړو سوداګريزو بندرونو (حيرتان، اقينه او شېرخان) سوداګر د خپلو صادراتو او وارداتو پر مهال د شمال زون پر لويو لارو د نا امنۍ له امله اندېښمن وي.

نوموړي زياته کړه چې له اقينې تر حيرتان بندره، له حيرتان څخه تر شېرخان بندره او همداسې تر کابله لويې لارې بشپړې امنې نه دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې مسوول دغه بندرونه د افغانستان  او منځنۍ اسيا تر منځ د سوداګريزو چارو ستر او يوازېني پلونه وګڼل چې بايد يې د لويو لارو امنيت خوندي شي.

بلخوا افغان سوداګر هم له تېرو دوو کلونو راهيسې شمال زون د پانګونې لپاره نا امن بولي.

د حيرتان بندر یوه سوداګر حاجي مايل پژواک ته وويل چې وروستي دوه کلونه د شمال زون امنيتي حالت د سوداګرۍ لپاره ډېر خوندي نه دی.

نوموړي زياته کړه چې افغان سوداګر په ډېری اړخونو کې له بهرنيو سوداګرو سره ګډ کار او ګډې پانګونې ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، ډېری بهرني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي؛ خو روانې نا امنۍ بې زړه کړي دي.

حاجي مايل وويل، نه يوازې د بهرنيو سوداګرو پانګه، بلکې له هغوی سره د افغان سوداګرو ګډه تجربه به په هېواد دننه کې د پانګونې نوی څپرکی پرانيزي.

ده له حکومت او په ځانګړې توګه امنيتي چارواکو هيله وکړه چې د سوداګريزو چارو د امنيت خونديتوب لپاره ګړندي ګامونه واخلي.

خو د شمال زون امنيتي مسوولين وايي، دوی لکه څنګه چې په عامه توګه د امنيت ساتنې مسووليت لري، همداسې د سوداګرو امنيت ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.

د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول نصير جمشيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شمال زون امنيت د سوداګريزو چارو لپاره خوندي دی.

نوموړي زياته کړه چې د شمال زون پر ټولو لويو لارو د شاهراه پوليسو تر څنګ د ملي اردو يو يو کنډک هم د خوندي امنيت ساتلو لپاره ګومارل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې له پلخمري تر مزاره، له مزاره تر ميمنې او له پلخمري تر بدخشانه يو يو امنيتي کنډک د لويو لارو د امنيت ساتلو لپاره جوړ شوي دي.

د هغه په وينا، دوی په عامه توګه د امنيت خوندي ساتلو لپاره او په ځانګړې توګه د سوداګريزو مالونو د لېږد رالېږد پر مهال د لويو لارو امنيت ساتي.

جمشيدي وويل: ((تر دې دمه نه کوم راپور لرو او نه هم شکايت شوی چې په شمال زون کې کوم سوداګر  د نا امنۍ له امله له ستونزو سره مخ وي.))

نوموړي ټينګار وکړ چې سوداګر د بېځايه اوازو له امله بې زړه شوي دي.

هغه ډاډ ورکړ چې سوداګر د امنيت په تړاو هره ستونزه له دوی سره شريکولی شي او دوی مسووليت لري چې ورته حل يې کړي.

افغانستان د شمال زون د حيرتان، اقينې او شېرخان بندرونو له لارې له منځنۍ اسيا سره نښتی چې همدا يې په دغه زون کې ستر سوداګريز بندرونه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.