Language

کندهار کې ځانګړو ځواکونو ۱۴ وسله وال او درې ملکي وګړي وژلي

کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۹۶): د کندهار د غورک او خاکرېز ولسوالیو تر منځ سیمو کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې د وسله والو تر څنګ په کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

دغه عملیات تېره شپه لس بجې د لالک او زرک په سیمو کې شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو عملیاتو کې له افغان ځانګړو ځمکنیو ځواکونو سره هوايي ځواک هم مرسته کوله، خو د هوايي ځواک اقدام ته اړتیا نه ده پېښه شوې.

ده زیاته کړه، د عملیاتو په پایله کې د ۱۴ وسله والو تر څنګ درې ملکي وګړي چې وسله والو ترې د سپر په توګه ګټه پورته کوله، هم وژل شوي دي.

په دغو عملیاتو کې ۸ وسله وال ژوندي نیول شوي چې د دراني په خبره پلټنې ورڅخه پیل شوې دي.

دی وايي، د عملیاتو پر مهال دوه سراچه موټر، ۳۵ موټرسایکلونه او یو شمېر وسلې هم نیول شوي دي.

دراني وویل، په دغو سیمو کې وسله والو تل د خلکو له کورونو پر امنیتي ځواکونو بریدونه ترسره کول.

د سیمې خلکو په ټيلېفوني اړیکو کې پژواک خبري اژانس ته وویل، یو شمېر ملکي وګړو د عملیاتو پر مهال د تېښتې هڅه کوله چې د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې وژل شوي دي.

په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په يادو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه ادعا وکړه چې ځانګړو ځواکونو د خلکو کورونه او موټر هم سوځولي دي.

څو ورځې وړاندې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې هم د یوه هوايي برید په پایله کې د څلورو قومندانانو په ګډون ۳۵ وسله وال وژل شوي وو.

login or register a new account.

Related Topics