Language

پکتيکا  کې  د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان د کورنۍ درې غړي ټپيان شول

ښرنه (پژواک،٢٩وږى٩٦): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان پر کور بريد کړى چې د يوې ښځې په ګډون درې تنه په کې ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د مټاخان په فولاد خېلو سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان ګل خان پر کور بريد کړى دى.

ده زياته کړه، په دغه بريد کې د ګل خان د دوو زامنو په ګډون درې تنه ټپيان شوي، خو خپله قوماندان ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د فولاد خېلو  د کلي اوسېدونکي جان محمد بيا پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې د يوې ښځې په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

بل لور ته د مرکز ښرنې د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، له ياد شوي بريد څخه دوى ته څلور تنه په ټپي حالت کې ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.