Language

په بلخ کې د هېواد په کچه ډېر روغتيايي مرکزونه فعال دي

مزارشريف (پژواک، ۳۰ وږی، ۹۶): په بلخ کې د هېواد په کچه ډېر روغتيايي مرکزونه فعال دي، خو بيا هم د دغه ولايت د لرې پرتو کليو اوسېدونکي له روغتيايي اسانتياوو شکايت کوي.

د وږي په ۳۰مه، په دې ولايت کې د دوو روغتيايي مرکزونو د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

په مزارشريف ښار کې يو حوزوي تشخيصيه روغتون او په بلخ ولسوالۍ کې د ۱۵ بستريز روغتون د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس ربېع وويل، دواړه ودانۍ به تر راتلونکو نهو مياشتو پورې بشپړې شي.

نوموړي بلخ د هېواد په کچه له ډېرو فعالو روغتيايي کلينيکونو لرونکی ولايت ياد کړ.

د هغه په وينا، په ياد ولايت کې د يوه ۶۵۰ بستريز حوزوي روغتون په ګډون ۱۳۵ روغتيايي مرکزونه او کلينيکونه فعال دي.

نوموړي زياته کړه، په ټولو کلينيکونو کې د عامې روغتيا وزارت د تشکيلاتو پر بنسټ کارمندان په چارو اخته دي.

خو د بلخ د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي په کلينيکونو کې له شته درمليزو اسانتياوو شکايت کوي.

د شورتېپې ولسوالۍ قومي مشر حاجي رشيد پژواک ته وويل، په ياده ولسوالۍ کې يو کلينيک او بل روغتيايي مرکز فعاليت لري.

خو نوموړي شکايت وکړ چې په دواړو کې له عادي درملنې پرته نورې اسانتياوې نشته.

هغه وويل، دوی اوس اړ دي خپل ناروغان مزارشريف ښار ته ولېږدوي، چې د لارې د خرابۍ له امله يې ډېری وخت د ناروغ ژوند له ګواښ سره مخامخ شي.

د عامې روغتيا رييس په ځينو سيمو کې د روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي پخلی کوي، خو ټينګار کوي چې دوی تر خپلې وس د بلخ لرو پرتو سيمو ته د عامې روغتيا وزارت د خدماتو په پام کې نيولو سره اسانتياوې برابرې کړې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.