اسعداباد (پژواک، ٣٠ وږى ٩٦): په کونړ ولايت کې د عملياتو پر مهال د يو شمېر بهرنيانو په ګډون د داعش ١٨ وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د غازي اباد ولسوالۍ د کوکۍ په سيمه کې هوايي بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د داعش ٧ وسله وال ووژل شول.
د غه راز امنيه قوماندان وايي چې په ناړۍ ولسوالۍ کې د يو بل هوايي بريد په ترڅ کې د داعش ١٣ وسله وال وژل شوي دي.
همت وايي چې په وژل شوو کسانو کې بهرنيان هم شامل دي، خو د هغوى هویت يې په ډاګه نه کړ.
خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې په وژل شوو داعش وسله والو کې عربان هم شامل دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په کونړ ولايت کې د داعش فعاليتونه او د هغوى پر وړاندې عمليات زيات شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن