Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په سمنګان کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

سمنګان (پژواک ٣١ وږى ٩٦): د سمنګان مسوولين وايي، په دره صوف پايين ولسوالۍ کې د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو په نښته کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دره صوف پايين ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالله ظفري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار ٧ بجې د طالبانو يوې ډلې د ولسوالۍ په دايکنډي کلي کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قومندان نورمحمد سنګريار پر کور وسله وال بريد کړى دى.

ده زياته کړه، د دواړو خواوو په نښته کې چې کابو دوه ساعته يې دوام کړى، يو طالب او د ياد شوي قومندان پلار وژل شوي او په خپله نورمحمد سنګريار له يوې مېرمنې سره ټپيان دي.

د هغه په وينا، تردې وروسته مرستندوى سيمه ييز پوليس سيمې ته رسېدلې چې له امله يې طالبانو تېښته کړې ده.

سنګريار چې مخکې د طالبانو د ډلې غړى و، د تېر کال په زمري مياشت کې له هغوى جلا او له دولت سره يوځاى شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.