Language

ارګون کې دوو پوستو سقوط کړى او ٤ پوليس وژل شوي

ښرنه (پژواک،  د تلې لومړۍ نېټه ٩٦): د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې دوو پوستو سقوط کړى او ١١ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريدونه د پيرکوتي پر پوستو شوي دي.

سرچينې زياته کړه، تېره شپه سلګونو وسله والو طالبانو د ملي، سيمه ييزو او سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي چې په دې نښتو کې دوو پوستو سقوط کړى، څلور ملي پوليس وژل شوي او اوه نور ژوبل دي.

د نوموړي په وينا، پر خلورمې پوستې هم سخته جګړه روانه ده، خو تر اوسه مرستندوی ځواکونه نه دي ور رسېدلي.

د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز پژواک اژانس ته وويل چې د پيرکوتې په نښته کې يوې پوستې سقوط کړی، يو پوليس وژل شوی او نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي او زیاتوي چې سيمه د امنيتي ځواکونو تر کنټرلو لاندي ده.

نوموړي زياته کړه، په دغه بريد کې په لوی شمېر وسله وال هم وژل شوي خو د کره مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.

د ارګون ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احمدګل هم پژواک ته وويل چې تر دې دمه د څلورو پوليسو جسدونه ليدل شوي او لا هم نښته روانه ده.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دې اړه له پژواک سره په خبرو کې وويل چې تر اوسه پورې يې درې پوستې سقوط کړې، څلور پوليس يې وژلي او ۷ نور یې ژوبل کړي او جګړه اوس هم روانه ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.