لښکرګاه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٦) : د هلمند د ناد علي ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې ووژل شو.
ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د تلې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن مازيګر ناوخته رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې د ناد علي ولسوالۍ امنيه قوماندان له ولسوالۍ څخه د لښکرګاه په لوري روان و، چې په لاره د وسلوالو مخالفينو په بريد کې ووژل شو.
خو د ولايت وياند عمر ځواک وايي، چې په دې بريد کې امنيه قوماندان ټپي او موټر يې تخريب شوى دى، خو د مړينې په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړه ، چې تر دې مخکې د ناد علي د وژل شوي امنيه قوماندان درې نور وروڼه چې په پوليسو کې يې دندې لرلې، وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن