Language

غزني کې هوايي بريدونو لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني ښار (پژواک،  د تلې لومړۍ نېټه ٩٦): د غزني چارواکي وايي چې په ناوې ولسوالۍ کې له څو کلونو ځنډ وروسته په لومړي ځل هوايي بريدونو کې ٢٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمدحنيف رضايي د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ ناوخته افغان هوايي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ د خيروخېلو په سيمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد کړى دی.

هغه زياته کړه، په دغه بريد کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي چې په وژل شوو کې ۱۷ يې بهرني دي.

د رضايي په وينا، د دې تر څنګ په دغو عملياتو کې د وسلو څلور زېرمې او دوه موټر هم له منځه تللي دي.

د يو بل خبر له مخې، تېره ورخ د ملي اردو ځواکونو د غزني د مقر ولسوالۍ د علم خېلو په سيمه کې هم د وسله والو طالبانو د وسلو يوه بله زېرمه ترلاسه کړې ده.

د غزني د والي وياند وايي، په دغه ډيپو کې د ماينونو په ګډون سلګونه سپکې او درنې وسلې او مرمۍ شاملې وې.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د دې تر څنګ د غزني د واغظ ولسوالۍ په اخوندخېلو کلي کې هم هوايي بريد شوی چې په ترڅ کې يې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند وايي چې د غزني په زيات شمېر نا امنو سيمو کې ځمکني او هوايي عمليات روان دي چې او دېرې برخې یې له وسله والو پاکې کړې دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد هم وايي چې په ناوې ولسوالۍ کې هوايې بريد شوی، خو هلته طالبانو ته نه، بلکې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني ناوه ولسوالۍ له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده، درې کاله وړاندې يو ځلې افغان ځواکونو دغه ولسوالۍ ونيوه خو تر لسو ورځو وروسته يې بېرته خوشې کړه.

دا لومړى ځل دى چې له تېرو څو کلونو وروسته په دې ولسوالۍ کې هوايي بريد کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.