Language

د شمال  خلکو د پيوستون جرګې پر ملي يووالي ټينګار وکړ

مزارشريف (پژواک، ۲ تله ۹۶): د شمال د خلکو د پيوستون جرګې يوشمېر غړو د يوې غونډې په ترڅ کې  پر ملي يووالي ټينګار وکړ.

ټاکل شوې وه چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په سپارښتنه په ياده جرګه کې د شمال زون د پنځو ولايتونو (سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب) دولتي چارواکو ګډون کړي واى، خو په دې کې يوازې د بلخ دولتي چارواکو برخه لرله.

د بلخ ولايت مقام کې د تلې په ۳مه، د شمال د خلکو د پيوستون جرګې په نامه غونډه وشوه چې ګډنوالو يې پر ملي يووالي ټينګار وکړ او د افغانستان د هر اړخيزو ستونزو حل يې وغوښت.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد يادې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې د ملي چارو په موخه تر سره کېدونکو غونډو کې د دولتي چارواکو نه ګډون وغانده.

نوموړي په همدې تړاو د سيمه ييزو ارګانونو اداره ملامته وګڼله  چې سربېره په سپارښتنه يې د شمال زون واليانو په ياده غونډه کې برخه نه ده اخيستې.

هغه د خلکو تر منځ د پيوستون په تړاو وويل، ولس بايد د ملي وحدت حکومت ملاتړ وکړي او د ستونزو پر مهال لاس ورکړي.

خو په غونډه کې د شمال زون د ځينو ولايتونو قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د فارياب ولايت قومي مشر سيداسحاق دانش، چې په نننۍ غونډه کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل،د افغانستان د روانو ستونزو حل يوازې د  ولس تر منځ په نږدېوالي کې دی.

نوموړي زياته کړه: (( که چېرې ولس سره نږدې وي نو هېڅ پردى په کې ځای نه شي موندلی او هېڅ ځواک يې تر منځ کرښې نه شي راکښلی.))

د بلخ ولايت مقام مرستيال بشير توحيدي ورته غونډې د حکومت او خلکو تر منځ په واټن کمېدو کې اغېزناکې وبللې.

نوموړي هم پر ملي يووالي ټينګار وکړ.

هغه غونډې ته خبرو په ترڅ کې وويل: (( پرته له دې چې يو بل درک نه کړو، ويې نه زغمو او سره يو نه شوو بله لاره نه لرو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.