Language

د علي اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان ټپي شو

کندوز ښار(پژواک،٢تله٩٦): د کندوز د علي اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو په بريد کې ټپي شوى دى.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د علي اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان جان اغا نن له غرمې مخکې د وسله والو طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې ټپي شوى دى.

هغه وايي چې دغه پېښه د يادې ولسوالۍ په ګلدين سيمه کې رامنځته شوې او قوماندان اوسمهال د کندوز په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

ده وويل، په دغه پېښه کې د نظم عامه يو سرتېرى هم ټپي شوى، خو د وسله والو طالبانو يو عراده سراچه موټر  د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى.

د کندوز امنيه قوماندان وايي چې سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او اوس هرڅه په کنټرول کې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.