کندهار (پژواک، ۳ تله ۹۶): په جنګ کې د ملکي کسانو د ساتنې تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې د جګړې له ښکېلو غاړو د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وشوه.
دغه غونډه په جګړه کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي ادارې له لوري د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د کندهار والي زلمي ویسا، د ولایت د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري، د امنیتي ځواکونو استازو، مدني فعالانو، مېرمنو، دیني عالمانو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په جګړه کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي ادارې استازي هادي معرفت وویل، غواړي د هېواد په ټولو زونونو کې د ولسي مرګ ژوبلې د لاملونو په اړه څېړنه وکړي.
هغه زیاته کړه، له بده مرغه لا هم په ټول هېواد کې د جګړې ډېری قربانیان بې دفاع ولسي وګړي دي.
دی وايي، څېړنې ښیي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په کچه ۱۶۰۰ ملکي وګړو ته د جګړو پر مهال مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو ده وویل چې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ۷۰ سلنه مسوولیت د وسله والو مخالفینو او د پاتې ۳۰ سلنه مرګ ژوبلې مسوولیت د افغان امنیتي ځواکونو، نړیوالو ځواکونو او نورو پر غاړه دی.
معرفت اندېښنه وښودله چې لا هم دغه حالت دوام کوي خو دوی یې د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د جګړې له ښکېلو غاړو يې وغوښتل چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي.
دی وايي، د هېواد په کچه به له قومي مشرانو، دیني عالمانو او رسنیو سره په ګډه کار وکړي څو د جګړې پر مهال د ملکي خلکو ژوند خوندي شي.
د ده په خبره، په دې اړه به خپل پیغامونه هم تر وسله والو مخالفینو او هم دولت پورې رسوي.
په دې غونډه کې د کندهار والي زلمي ویسا وویل، امنیتي ارګانونه د خپلو دندو پر مهال په پوره همغږۍ د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه کوي.
هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه په داسې نظامي پرنسیپونو او تخنیکونو خپل عملیات تر سره کوي چې یوازې دښمن ته زیان واوړي، او ملکي وګړو ته د مالي او ځاني زیان اوښتو مخنیوی وکړي.
ویسا یادونه وکړه چې امنیتي ځواکونو کله هم په قصدي توګه ملکي وګړو ته د زیان اړولو هڅه نه ده کړې، خو هغه موارد چې پېښ شوي د امنیتي ځواکونو د وړتیاوو له لوړېدو سره به یې د تکرار مخنیوی وشي.
login or register a new account.