Language

لوګر کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم (پژواک، ٤ تله ٩٦): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسواليو کې د يوه قوماندان په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو په بره کي برک او خروار ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه د حذيفه په نوم د طالبانو د يو مشهور قوماندان په ګډون نهه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

صالح زياته کړه: ((نصرالله مشهور په حذیفه د طالبانو د ځانمرګو بریدونو، ترور، اختطاف او ډله يیزو بریدونو مسوولیت درلود چې له خپلو درېيو نورو ملګرو سره د بره کي برک ولسوالۍ په تنګي وردګ سيمه کې وژل شوى دى.))

دغه راز صالح وويل چې امنيتي ځواکونو په محمداغې ولسوالۍ کې ٣١ کسان له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيولي او درې ماينونه يې هم کشف او شنډ کړي دي.

د والي وياند وايي چې په يادو عملياتو کې ملکي خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو بل لور ته د محمداغې ولسوالۍ د کتب خېلو سيمې اوسېدونکي صابر پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلي او يو شمېر ملکي کسان يې له طالبانو سره د همکارۍ په تور بيولي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو د لوګر د مرکز په پورک سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د لوګر امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، دوه ورځې وړاندې د لوګر امنيتي چارواکو ويلي وو چې په بره کي برک او خروار ولسوالۍ کې ٣١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.