Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند د نادعلي سرپرست امنیه قوماندان وژل شوى

لښکرګاه (پژواک، ٥ تله ٩٦): د هلمند د نادعلي ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د تلې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د نادعلي-لښکرګاه تر منځ سيمه کې جګړه وه.

د هغه په وينا، د نادعلي سرپرست امنيه قوماندان محمد صادق صديقي غوښتل چې د جګړې سيمې ته ځان ورسوي خو په لاره کې د طالبانو له کمين سره مخ شو.

ده وويل چې د طالبانو په دغه بريد کې د قوماندان محمد صادق په ګډون دوه پوليس وژل شوي دي.

د ځواک د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې درې پوليس او دوه د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي او اتو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته وسله وال طالبان هم د نادعلي جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په سپين ماموريت سيمه کې طالبانو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې شپږ پوليس وژل شوي، دوه ټانکونه ويجاړ شوي او څلور ميله وسله د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

خو احمدي د محمد صادق صديقي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عمرجان حقمل د طالبانو په بريد کې وژل شوى و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.