غزني ښار (پژواک، ٥ تله ٩٦): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله لس طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، خو طالبان بيا يواځې هوايي بريدونه تاييدوي.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري د تلې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال بهرنيو ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په صاحب خان سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي: ((وسله وال طالبان په غونډه بوخت وو چې بريدونه پرې شوي دي.))
د نوري د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
دغه راز د صاحب خان سيمې اوسېدونکي هم دغه بريدونه تاييدوي.
د دې سيمې اوسېدونکي محمد خان پژواک ته وويل چې سيمې ته اول طالبان راغلل او وروسته هوايي بريدونه پرې وشول.
د هغه په وينا چې په بريدونو کې يو شمېر طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه بريدونه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې يواځې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم په اندړو ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه وشول چې په ترڅ کې يې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP