ښرنه (پژواک، ٥ تله ٩٦): د پکتيکا حکومتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان په مرکز ښرنه او ولسواليو کې د ګوزڼ واکسين مخنيوی کوي، خو طالبان دغه موضوع ردوي.
دغه څرګندونې د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل خروټي د تلې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
خروټي وويل چې دوى د ګوزڼ واکسين د کمپاين لپاره پوره چمتووالى نيولى، کارکوونکي یې روزلي دي خو طالبانو د واکسين د تطبيق مخه نيولې ده.
هغه زيات کړه: ((طالبانو د نا معلومو دلايلو له مخې تر نامعلوم وخته پورې دغه واکسين بند کړى دى.))
خو خروټی وايي چې د قومي مشرانو په همکارۍ يې هلې ځلې پيل کړې دي څو دغه ستونزه هواره کړي.
د مرکز ښرنې اوسېدونکي خدايداد پژواک ته وويل چې طالبانو خلکو ته اعلان کړى چې خپل ماشومان واکسين نه کړي.
هغه وايي: ((طالبانو ويلي که چا واکسين وکړ نو دوى به د خپلو اصولو له مخې چلند ورسره وکړي.))
ده له طالبانو غوښتنه وکړه چې د ماشومانو د سالمې راتلونکې په موخه دې د ګوزڼ واکسين تطبيق ته اجازه ورکړي.
خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان د ګوزڼ له واکسين سره هېڅ ډول ستونزه نه لري.
هغه وايي: ((نه، د پولیو واکسین سره موږ کوم مشکل نه لرو، خو په ځینو سیمو کې محلي خلک ستونزه ورسره لري چې موږ یې پر قانع کولو بوخت یو.))
د پکتيکا د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې بايد په دې پړاو کې ٢١٧٠٠٠ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين تطبيق شي.
login or register a new account.