غزني ښار(پژواک،٦تله٩٦): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې ناپيژنده وسله والو د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت د کنټرول مسوول په ډزو وژلى دى.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د تلې په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار اته بجې رامنځته شوې چې په پايله کې يې د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت د کنټرول مسوول لومړى څارن حميد ودان وژل شوى دى.
هغه وايي چې د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.
د پېښې يو تن عيني شاهد نصرالله پژواک ته وويل چې دغه پېښه نن سهار جنايي مديريت ته څيرمه د خواجه علي ښوونځي په مخ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه: (( په موټر سايکل دوه کسان ناست وو، ډزې يې وکړې او حميد ودان يې و واژه.))
د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستى.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم د غزني ولايت مقام ته څيرمه د ملي اردو يو سرتيرى په ډزو و وژل شوى و.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په غزني کې هدفي وژنې ډېرى شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP