Language

په لوګر کې  قومي مشر وژل شوى

پل علم(پژواک،٦تله٩٦): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې ناپيژنده وسله والو په مرکز پل علم کې يو قومي مشر په ډزو وژلى دى.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناپيژنده وسله والو د مرکز پل اړوند د هوني سفلى په سيمه کې قومي مشر حاجي محمد اکبر اخندزاده په ډزو وژلى دى.

هغه وايي: (( اخندزاده خپل کور خواته روان و چې موټر سايکل سپرو پرې ډزې کړي او ځاى پرځاى يې وژلى دى.))

صالح وايي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه نيول شوي، خو په اړه يې پلټني روانې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې محمد اکبر اخندزاده د خروار ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى و، خو د دې ولسوالۍ د اوسيدونکو د ستونزو د حل په موخه په مرکز پل علم کې اوسېده.

دغه راز د خروار ولسوالۍ بل قومي مشر محمد ناصر احمدزي پژواک ته وويل چې قومي مشر محمد اکبر اخندازده له هېچا سره دښمنې نه لرله.

هغه زياته کړه: (( حاجي صاحب ډېر ښه سړى و، له هېچا سره يې کار نه درلوده ،يواځې د خلکو د مشکلاتو د حل لپاره پل علم ته تللى وو.))

د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستى.

 

 

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.