Language

پل علم (پژواک، ۷ تله ۹۶): د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د واغجان په بازار کې د سیمه ییزو پولیسو پر موټر د وسله والو طالبانو په برید کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د محمد اغې ولسوال محد رحیم امین د تلې په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو پرون مازدیګر د محمد اغې ولسوالۍ په واغجان بازار او د کابل- ګردېز لویې لارې په اوږدو کې د سیمه ییزو پولیسو پر موټر وسله وال برید وکړ.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د وسله والو مخالفینو په ډزو شپږو ملکي وګړو ته چې په بازار کې په کارونو بوخت وو، مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره چې وسله وال طالبان له نښتې وروسته تښتېدلي دي.

یو عیني شاهد جمشید وايي: ((په خپل دوکان کې وم چې یو ناڅاپي مې د ډزو غږونه واورېدل، کله چې ور وتم ګورم چې طالبانو د سیمه ییزو پولیسو پر موټر ډزې کوي.))

د هغه په وینا چې په دې پېښه کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وویل چې د کابل- ګردېز لاره هم د شاوخوا نیم ساعت لپاره تړلې وه.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د دې پېښې د پخلي تر څنګ وايي چې په دې نښته کې سیمه ییزو پولیسو ته زیان نه دی رسېدلي.

طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.