کابل (پژواک، ۷ تله ۹۶): ولسمشر غني په کابل کې پر لمونځ کوونکو ځانمرګی برید غندلی او وايي چې دغه کار د دښمن بشري ضد ماهیت ثابتوي.
ولسمشر د یاد برید دغه غندنه پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې کړې ده.
نن شاوخوا دوه بجې د کابل ښار د قلعه فتح الله پر اووم سړک د حسینیه جومات مخې ته ځانمرګي برید کې پنځه کسان ووژل شول او شل نور ټپیان دي.
ولسمشر ویلي، د افغانستان د خلکو مذهبي یووالی او پیوستون په نړۍ کې یوه بېلګه بلل کېږي او تروریستان باید پوه شي چې د دوی دیني او بشري ضد کړنې د افغانستان د مسلمان ملت په همفکرۍ او یووالي هېڅ منفي تاثیر نه کوي، بلکې هره ورځ زموږ د ملت اتفاق او اتحاد لا پیاوړی کېږي.
د هغه په وینا چې واحد افغان ولس په یو غږ د ترهګرو د نابودۍ په اړه خپله کرکه او د ملي یووالي حکومت دټینګښت په اړه خپل ملاتړ څرګندوي او زیاتوي، هېڅ ډله یا هېواد نه شي کولای د تروریستي اعمالو په ترسره کولو سره خپلو شومو او نامشروع موخو ته ورسېږي.
غني ویلي: ((زموږ مسلمان ولس به د خپلو امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ او همکارۍ د تېرو کلونو په پرتله د عاشورا مراسم په پرتمین ډول ونمانځي او د دین د یرغمل کوونکو یوې کوچنۍ ډلې ته به تسلیم نه شي.))
ولسمشر غني د نننۍ پېښې د غندلو پر مهال چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP