کابل (پژواک، ۷ تله ۹۶): د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه فتح الله په سیمه کې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا دوه بجې رامنځته شوه خو تر اوسه د چاودنې څرنګوالی او مرګ ژوبله نه دي معلوم شوي.
د کابل امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د قلعه فتح الله یوه اوسېدونکي له پژواک سره په ټيلېفوني اړیکه کې وویل چې دغه چاودنه په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو شوې ده.
د نورو جزئیاتو لپاره پژواک تعقیب کړئ.
login or register a new account.