ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او پاکستان  د باور فضا رامنځته کولو لپاره پر عملي اقداماتو ټینګار وکړ

افغانستان او پاکستان د باور فضا رامنځته کولو لپاره پر عملي اقداماتو ټینګار وکړ

author avatar
1 Oct 2017 - 18:36
افغانستان او پاکستان  د باور فضا رامنځته کولو لپاره پر عملي اقداماتو ټینګار وکړ
author avatar
1 Oct 2017 - 18:36

کابل (پژواک، ۹ تله ۹۶): ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پوځ له مشر سره په لیدنه کې په ډاګه کړه، چې د رامنځته شوی مناسبې فضا په خاطر باید عملي ګامونه پورته او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا په واضح ډول رامنځته شي.

له ارګ څخه د تلې په ۹ مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاویدباجوه سره چې د هغه هېواد د پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه لومړی ولسمشر غني د پاکستان لوی درستیز او ورسره پلاوي ته ښه رغلاست ووایه.

ولسمشرغني د پاکستاني پلاوي دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ  لپاره نوي فصل یاد کړ او هغه یې د همکارۍ د نویو رامنځته شویو فرصتونو په شرایطو کې مهم وباله.

په دې کتنه کې په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سیمې د امنیت، دوه اړخیزه اړیکو، سولې او ثبات، له تروریزم سره د مبارزې، د ترانزیټ او سوداګرۍ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځ مهالو او اوږدمهالو اړیکوپه اړه بحث او خبرې وشوې.

په دې کتنه کې پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې هیواد یې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې چې ګډ ګواښ دی هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د میکانیزم ملاتړ کوي.

ولسمشرغني ټینګار وکړ، چې دوه اړخیزه کاري ټیم دې په بېلابېلو سکتورونو کې وروستي یا راتلونکي ګامونه پورته کړي تر څو په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر د هراړخیزه واضح همکارۍ چوکاټ تدوین او په دې برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.

هغه د دواړو لورو د ژمنو لپاره د څارنې او ټاکلي وخت دسیستم په رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

 په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستاني پلاوي دغه راز ژمنه وکړه چې کاري ټیمونه به پر عملي او تطبیقي پلانونو کار وکړي.

ولسمشرغني وویل، د رامنځته شوی مناسبې فضا په خاطر باید عملي ګامونه پورته او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا په واضح ډول رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان او پاکستان ثبات د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه دی او کولای شي د دواړو هېوادونو ولسونه له فقر څخه وژغوري.

ولسمشرمحمد اشرف غني څرګنده کړه : (( موږ د مسوولینو په حیث دا تاریخي دَین لرو چې د خپلو خلکو لپاره کار وکړو او له رامنځته شوې فضا څخه د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه استفاده وکړو.))

دواړو لورو په ټینګار سره وویل، باید په تېر کې بند پاتې نشي او اوسنیو شرایطو ته په کتو جدي اړتیا ده چې راتلونکي ته فکر وکړي او د هوسا راتلونکي لپاره په جدي ډول کار وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.