Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغان ځواکونو  هوایي برید کې ۱۰ سرتیري وژل شوی

لښکرګاه (پژواک، ۹ تله ۹۶) : په هلمند ولایت کې دهوایي بمباریو له امله لس تنه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د تلې په ۸ مه،پژواک خبري اژانس ته وویل،چې دا پيښه نن مازیګر دګرشک ولسوالۍ د ده ادم خان په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په یاده سیمه کې پر دولتي ځواکونوهوایي برید شوی او مرګ ژوبله هم اوښتې ده، خو د مرګ ژوبلې د کره شمیرې په اړه یې معلومات نه درلودل. 

دا چې دا بمبار د افغان او که د نړیوالو ځواکونولخوا شوی ځواک یې په اړه معلومات نه درلودل.

خو په دې ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال جګړن عبدالقدیر بهادرزي پژواک ته وویل، چې هوایي برید ددوي الوتکو د ملي امنیت د ناسمو معلوماتو په اساس کړی دی.

هغه وایی، چې په دې برید کې پولیس او دسنګوریانو په نامه ځانګړي ځواک ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو شمیره یې په ډاګه نه کړه.

یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل،چې په دې هوایي برید کې ۱۰سرتیري وژل شوي اویو شمیر نور ټپيان دي.

سرچینه وایي، چې دهلمند والي له بهرنیو ځواکونوسره په دې اړه بیړنۍ ناسته نیولې ده.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې مخکې هم په هلمند د هوایي برید له امله یو شمیر سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.