ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتي شورا : که سياګرد ولسوالۍ ته مرسته ونه رسيږي سقوط به شي

author avatar
1 Oct 2017 - 11:53
author avatar
1 Oct 2017 - 11:53

چاريکار(پژواک،٩تله ٩٦): د پروان  ولايتي شورا وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر  سياګرد ولسوالۍ پراخ بريدونه پيل کړي او که ولسوالۍ ته مرسته ونه رسيږي نو سقوط به شي.

 د پروان د ولايتي شورا يوه غړي عبدالرحمن احمدي پژواک اژانس ته وويل، د دولت  وسله والو مخالفينو د دغې ولسوالۍ پره غرنيو سيمو کې پراخ عمليات پيل کړي او همداوس هم شديد جنګ روان  دى.

ده زياته کړه چې زياتره لرې پرتې غرنۍ سيمې وسله والو نيولې دي او د هغو سيمو اوسېدونکي کډه شوي .

 احمدي وويل : (( په سياګرد کې شديد جنګ روان دى، زياتره سيمې او د فندقستان دره  وسله والو نيولي، امنيتي ځواکونه د فندقستان درې په ښکتنۍ برخه کې ځاى پرځاى شوي او خلکو خپل کورنه پرې ايښي دي.))

 ده وويل چې که حکومت ولسوالۍ ته بېړنۍ مرسته ونه رسوي، نو سقوط به شي . 

 ده وويل چې تراوسه پورې په دې جګړه کې اته وسله وال طالبان او يو امنيتي سرتېرى وژل شوي  او شپږ تنه ټپيان دي .

 د پروان امنيه قوماندان جنرال محمدزمان مموزى وايي چې د ولسوالۍ د سقوط د مخنيوي لپاره يې چمتووالى نيولى او له ځينو سيمو د دوى ځواکونو تکتيکي شاتګ کړى دى . 

 ده وويل چې په يو شمېر غرنيو سيمو کې د دوى پوستې نه اکمالېدې، نو دوى امنيتي ځواکونو ته وويل چې له هغو پوستو را شا ته  او د درې ښکتنۍ برخې ته راشي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.