ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلکو د خوست د امنیه قوماندان د لرې کېدو غوښتنه وکړه

خلکو د خوست د امنیه قوماندان د لرې کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
2 Oct 2017 - 16:42
خلکو د خوست د امنیه قوماندان د لرې کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
2 Oct 2017 - 16:42

خوست ښار (پژواک، ۱۰ تله ۶۹): د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې سلګونو خلکو له کورنيو چارو وزارته وغوښتل چې د دغه ولايت امنيه قوماندان او د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدير له دندو لرې کړي او څارنوالۍ ته ور وپېژني.

لاريون کوونکو چې شمېر يې سلګونو کسانو ته رسيده، د تلې په ١٠مه، د دوه منده ولسوالۍ د بورګۍ په سيمه کې د خوست – کابل لاره هم د څلورو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ د اعتراض په ډول تړلې وه.

دوی د امنيه قوماندان عکسونه پر بېنرونو چاپ او سرې کرښې يې پرې راکش کړې وې.

دوی ويل چې امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت او د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مدير سمونوال شېرداود تڼی نه يواځې د مجرمينو د نيولو هوډ نه لري، بلکې له هغوی سره لاس لري.

د لاريون يو تنظيموونکي حاجي فاتح خان پژواک اژانس ته وويل، چې که امنيه قوماندان او نور امنيتي منسوبين د وسله والو غلو او سړي تښتونو مخنيوی نه شي کولای، له دندو څخه دې په خپله استعفا وکړي.

هغه زياته کړه : ((څومره غلاګانې چې کېږي، څومره سړي تښتونې چې کېږي او څومره نشه يي توکي چې خرڅېږي، په دې ټولو کې امنيه قوماندان او جنايي مدير خپله فيصدي لري.))

د لاريون يو بل ګډونوالو جلات خان، چې د ده په وينا څه موده وړاندې د وسله والو غلو تر تښتونې وروسته يې له هغوی څخه ځان ژغورلی، پژواک اژانس ته وويل، چې د ده تښتوونکي پېژندل شوي، خو امنيتي چارواکي يې د نيولو اقدام نه کوي.

ده زياته کړه، چې که مرکزي حکومت امنيه قوماندان او د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدير عدلي او قضايي ادارو ته ور ونه پېژني او سړي تښتوونکي ونه نيول شي، خپلو لاريونو او اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

جلات خان وويل: ((د لوی اختر په دويمه يې اختطاف کړم. کسان مو پېژندلي او معلومات مو له چارواکو سره شريک کړي هم دي. خو تر اوسه يې د نيولو هيڅ ګام نه دی اخيستی. تښتوونکي ازاد ګرځي. چارواکي له دوی سره لاس لري او مرسته ورسره کوي.))

يوه بل لاريون کوونکي داري خان هم پر امنيتي چارواکو تور ولګاوه، چې د هغوی د بې کفايتي، ناغيړۍ او له غيرمسوولو وسله والو سره د لاس درلودلو په پايله کې په دغه ولايت کې د جنايي پېښو ګراف لوړ شوی دی.

نوموړي وويل: ((له روژې راوروسته په تېرو څو مياشتو کې تر دوو سوو هم ډېر موټر غلو وتښتول، امنيتي چارواکو کوم موټر راګرځولی دی؟ کوم غل يې نيولی دی؟)).

څو اوونۍ وړاندې هم د دوه منده ولسوالۍ سلګونو خلکو د خوست امنيه قوماندان او ځينو نورو امنيتي چارواکو پرضد لاريون کړی و او هغوی له سړي تښتوونکو سره په لاس درلودو تورن کړي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.