Language

له مزارشريف څخه هندوستان ته الوتنې پيل شوې

مزارشريف (پژواک ۱۰تله، ۹۶): د شمال زون له مرکزي ښار مزارشريف هوايي ډګر څخه هندوستان ته الوتنې پيل شوې.

د تلې په لسمه د مزارشريف ښار له جلال الدين محمد بلخي هوايي ډګر څخه د ډهلي اندراګاندي هوايي ډګر ته لومړۍ الوتنه وشوه.

ځينې سوداګر وايي، له دغو الوتنو څخه به د شمال زون د سوداګرو لپاره د سوداګريزو پرمختګونو لپاره هم اسانتياوې برابرې شي.

د جلال الدين محمد بلخي هوايي ډګر مسوول محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه الوتنې به په اونۍ کې دوه ځله ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړه، له دغو الوتنو څخه به د شمال او شمال ختيځ زون د نهو ولايتونو اوسېدونکي ګټه اخلي.

د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل، له دې وړاندې د شمال اوسېدونکي هندوستان ته په سفر کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېدل.

د ده په وينا، د دې سيمې اوسېدونکي اړ وو چې لومړى کابل او بيا له هغه ځايه ډهلې ته سفر وکړي.

دى زياتوي، دغه الوتنې به د سوداګريزو اړيکو د ټينګښت ترڅنګ ناروغانو سره هم په خپلو سفرونو کې مرسته وکړي.

په بلخ کې د هند کونسلر منېش پژواک ته وويل، د افغانستان له بېلا بېلو ښارونو هندوستان ته د الوتنو برابرول د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو بېلګه ده.

نوموړي زياته کړه، دوی له کابل او کندهار څخه هندوستان ته الوتنې لرلې، چې له مزارشريف څخه وروسته له هرات ولايت څخه به هم  پيل شي.

د هغه په وينا، دغه ډول الوتنو ته دواړه هېوادونو د سوداګريزي راکړې ورکړې په برخه کې ډېره اړتيا لري.

بلخوا د بلخ سوداګريزو خونو مشر ارش يونسي پژواک ته وويل، د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره د مزار-ډهلي اړيکې ګټورې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.