کندوز ښار (پژواک، ١٠ تله ٩٦): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې ٣٧ طالبان وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.
د پامير ٢٠ فرقې رييس ارکان بريد جنرال سيد قربان موسوي د تلې په لسمه په کندوز ښار کې خبريالانو ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې د امام صاحب ولسوالۍ په نا امنو سيمو کې د پامير ١٤ په نوم عمليات پيل شوي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ٣٧ طالبان وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې يو شمېر کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي او څو حلقې ماينونه هم د امنيتي ځواکونو له لوري کشف او شند شوي دي.
موسوي چې د يادو عملياتو رهبري پر غاړه لري زياته کړه: ((تر هغه به دغه عمليات دوام ولري څو دغه ولسوالي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه نه وي پاکه شوي.))
خو نوموړي د يادو عملياتو پر مهال د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
خو بل لور ته د کندوز د ولايتي شورا غړي ټينګار کوي چې د عملياتو پر مهال بايد د ملکي خلکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د کندوز د ولايتي شورا غړي يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې څو ځلې په تېرو عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي: ((نور خلک د مرګ ژوبلې زغم نه لري، عمليات بايد په مسلکي او جدي ډول پر مخ يووړل شي.))
بل لور ته وسله وال طالبان هم د امام صاحب جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د امام صاحب په جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو مجاهد وايي چې په دغه جګړه کې ١٣ امنيتي سرتېري وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
login or register a new account.