غزني ښار (پژواک، ١١ تله ٩٦): په غزني ښار کې يو سوداګر د اوړو د توليد يوه فابريکه جوړه کړې چې په کې درې سوه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د دې فابريکې مسوول شاه محمد د تلې په يوولسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې فابريکې يې موخه په ارزانه بيه د وطني اوړو توليدول دي.
هغه وايي چې پر دې فابريکې ١،٢ ميليونه ډالر پانګونه کړې او په کې درې سوه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې د غزني په شمول ټول افغانستان ته په ارزانه بيه وطني وړه توليد کړو او هر وخت کوښښ کوو چې وطني غنم واخلو څو زموږ خپل دهقان ته ګټه ورسېږي.))
د شاه محمد په وينا، اوسمهال يې د فابريکي د برېښنا چارې په جنراتورونو روان دي خو که چېرې غزني ته وارداتي برېښنا ورکړل شي نو دې فابريکي ته به پراختيا ورکړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه فابريکه د ورځې ١٢٠ ټنه وړه توليدوي او بازار کې اخيستونکي هم ډېر دي.
ده وويل چې د نورو هېوادونو په اوړو باندې په لاره کې وخت ډېر تېرېږي نو خپل کيفيت هم له لاسه ورکوي.
د دې فابريکې يوه کارکوونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې د ده په ګډون ګڼ شمېر نور کسان په دې فابريکه کې کار کوي.
هغه وايي: ((ډېر وخت کېده چې وزګاره وم، خو اوس ښه شو کار راته پيدا شو کولاى شم چې خپلې کورنۍ ته يو مړۍ حلاله ډوډۍ پيدا کړم.))
رحيم الله وايي چې د دغه شان فابريکو جوړېدل د امنيت په ټينګښت کې هم مثبت رول لوبولاى شي؛ ځکه ځوانانو ته د کار زمينه برابرېږي.
په غزني د اوړو يوه پلورونکي حاجي دادالله پژواک ته وويل چې د دې فابريکي له اوړو څخه خلک راضي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په بازار کې د نورو اوړو د يوې پنځوس کيلويي بورې بيه ٢٤٠٠ کلدارې (١٥١٢افغانۍ) ده خو د دې فابريکې د اوړو بيه بيا ٢٢٥٠ کلدارې (١٤١٧ افغانۍ) ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP