مزارشريف (پژواک ۱۱ تله، ۹۶): د بلخ مدني فعالانې وايي، په دغه ولايت کې د ښځو د مشارکت مسئله يواځې تر مرکز مزارشريف ښاره پورې لنډه ده.
د تلې په ۱۱مه، په مزارشريف ښاروالۍ کې د دغه ولايت له نورو دولتي اداراو سره د جنډر مراعت کولو په پار قرارداد لاسليک شو.
د ښاروالۍ د جنډر برخې مسوولې مېرمن شازيې حقجو احمدي پژواک ته وويل، دولتي او ان غير دولتي ادارې بايد د ښځو مشارکت ته ارزښت ورکړي.
نوموړې زياته کړه، د ټولنې د سنتي اړخ له امله لا هم په کورنيز او ټولنيز لحاظ مرد سالاري حاکمه ده.
د هغې په وينا، له همدې امله په ټولنيزو او سياسي اړخونو کې د ښځو مشارکت لا هم د اړتيا وړ نه دی.
مېرمن حقجو وويل، په همدې موخه يې د سيمه ايزو ارګانونو په سپارښتنه نن د بلخ له دولتي ادارو سره هغه قرارداد لاسليک کړ، چې له مخې بايد ټول مسوولين په خپلو نهادونو کې د ښځو د مساوي مشارکت خيال وساتي.
بلخوا مدني فعالانې په دې اند دي، چې په ډېری مسايلو کې د ښځو خپله خود سانسوري د دوی د مشارکت پر وړاندې خنډ ده.
مدني فعاله مېرمن حميرا ثاقب وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی، په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي اړخونو د دوی کمرنګۍ تر ډېره د دوی د خپلې خود سانسورۍ له امله ده.
نوموړې ټينګار وکړ چې ښځې بايد له هغو کرښو واوړي، چې له امله يې په خپله د خپلو حقوقو ته لاره پيدا کړي.
د ښځو په برخه کې سياسي او ټولنيزو چارو فعالانې وايي، په بلخ ولايت کې د ښځو مشارکت يواځې تر مزارشريف ښار پورې رالنډ دی.
له بلخه د ځوانانو پارلمان غړې بانو ترين وايي، په بلخ ولايت کې د نورو سيمو په کچه ممکن د ښځو مشارکت ښه وي؛ خو دلته هم د ولايت تر مرکزه پورې لنډ دی.
نوموړې زياتوي: ((لا هم د ولسواليو په کچه يوه ښوونکې هغه هم د ښځينه زده کوونکو لپاره نه پيدا کېږي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP