ښرنه (پژواک، ١٢ تله ٩٦) : د پکتيکا ولايت ځانګړو ځواکونو د عملياتو پرمهال ۱۳۰ کيلو ګرامه چرس او دوه قاچاق وړونکي نيولي دي.
په دغه ولايت کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال عزيز الله کاروان د تلې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن يې د ځانګړو کشفي معلوماتو پر اساس، ۱۳۰ کيلو ګرامه چرس له يو ټيوټا ډوله موټر او دوو قاچاق وړونکو سره يو ځاى نيولي دي.
د نوموړي په وينا، له نيول شوو کسانو پوښتنې روانې دي.
هغه زياته کړه، په دې برخه کې د پخوا په پرتله ورسره د خلکو همکاري زياته شوې چې له مخې يې دوی تل لاسته راوړنې لري.
د پکتيکا امنيه قوماندان جنرال محمدعظيم هاشمي هم پژواک سره په خبرو کې وويل، دوی به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې دنشه يي توکو په پير ، پلور او قاچاق لاس پورې کړي.
هغه زياته کړه،پکتيکا کې دنشه يي توکو کر صفر دی، خو هغه کسان چې روږدي دي له نورو ولايتونو څخه په قاچاقي ډول ورته نشه يي توکي را وړل کيږي چې دوی يې د مخنيوي ژمنه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP