Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک، ١٤تله ٩٦) : په پکتيکا ولايت کې له ١٣٠بېځايه شوو کورنيو سره د نږدې پنځه ميليون افغانيو  په ارزښت مرسته وشوه .

دغه مرسته  پکتیکا کې د سولیډریټي انټرنېشنل موسسې له لوري تېره ورځ  شوې ده  .

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت  پژواک  ته وويل چې سولیډریټي انټرنېشل خیریه موسسې له یادو بېځایه شوو اړمنو کورنیو سره چې زیاته برخه یې د ګومل ولسوالۍ دي، نغدي او نوره مرسته وکړه.

وحدت زیاته کړه، هرې کورنۍ ته دېرش زره افغانۍ نغدي مرسته او د دوولس زرو افغانیو معادل د کور لوازم ورکړل شول.

  والي د یادې موسسې له مسوولینو مننه  وکړه او ترڅنګ یې په نورو خیره موسسو غږ  وکړ چې د پکتیکا ولایت له بې وزلو کورنیو سره ورته مرستې ترسره کړي.

بل لورته یو تن مرسته ترلاسه کوونکی وایي، خوښ دی چې د سولیډریټي موسسه یې لاسنیوی کوي او د اړتیا وړ مرسته ورسره کوي.

هغه هم په ورته موسسو او بنسټونو د مرستې غږ  وکړ .

د یادونې ده چې  د ګومل او یو شمېر نورو سیمو له بې ځایه شوو کورنیو سره تر دې وړاندې  هم څو ځله د دولت له لوري   لومړنۍ مرستې شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.