مزارشريف (پژواک،۱۵ تله، ۹۶) د کورنيو چارو وزارت وايي، د پوليسي سرغړونو د مخنيوي قانون پر طرحه کار کوي.
په همدې موخه د تلې په ۱۵مه، شمال زون ته د کورنيو چارو وزارت پلاوي سفر درلود، چې په مزارشريف ښار کې يې په همدې اړه کنفرانس جوړ کړی وو.
په دغه کنفرانس کې پخوانيو نظامي شخصيتونو، امنيتي مسوولينو او مدني فعالانو برخه لرله، چې د پوليسي سرغړونو د مخنيوي قانون د طرحې جوړېدو په پار خپل نظريات له راغلي پلاوي سره شريک کړ.
د کورنيو چارو وزارت د حقوقو او قوانينو رييس پاسوال عبدالرحيم شجاع، چې د راغلي پلاوي مشري يې کوله، د دغه کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د افغانستان د پوليسو قانون پخوانى او له اوسني وخت سره سمون نه خوري.
نوموړي زياته کړه، شته قانون د اوسنۍ ټولنې له شرايطو سره برابره نه دی، چې له همدې امله کورنيو چارو وزارت د نوي پوليسي قانون د جوړېدو تصميم نيولی دی.
د هغه په وينا، دوی د زونونو په کچه د ياد قانون د طرحې جوړېدو په اړه سفرونه پيل کړي، چې نن په همدې موخه د شمال زون مرکزي ښار مزارشريف ته راغلي دي.
شجاع وويل، په ياد قانون کې به د نړۍ د پرمختللو هېوادونو له پوليسي قوانينو څخه هم ګټه واخيستل شي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس د پوليسي قانون جوړېدو چاره ګټوره وبلله؛ خو د قانون په پلي کولو يې ډېر ټينګار وکړ.
نوموړي پر پوليسو هم تور پورې کړ، چې د افغانستان د پوليسو له شته قانون څخه هم د اړتيا برابر معلومات نه لري.
نوموړي د پوليسو همدا بې خبري د ولس او حکومت تر منځ د واټن پېښېدو لامل هم وګڼله.
هغه ټينګار وکړ چې ټولنې ته بايد په قانون پوه مسلکي پوليس وړاندې کړای شي.
خو په همدې حال کې د بلخ امنيه قومندان مل پاسوال سيد کمال سادات کنفرانس ته په خبرو کې وويل، چې ځينې زورواکي د قانون د ماتېدو له لارې ځانونو ته د زورواکۍ صلاحيت ورکوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP