Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې لسګونه وسله وال وژل شوي

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ تله ۹۶): د هلمند سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه ٩٣ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

خو طالبان بيا د امنیتي چارواکو یاده ادعا ردوي.

د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن محمد اسماعيل خپلواک د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه اوونۍ وړاندې په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

ده وويل چې امريکايان د هوايي ځواک په برخه کې له دوى سره مرسته کوي نو ځکه طالبان مقاومت نه شي کولاى.

خپلواک وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ٩٣ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په یادو عملياتو کې څلور رينجر موټر، دوه پيکاوې، اته کلاشينکوفونه، درې راکټ، يوه دهشکه او يو شمېر موټر او موټرسايکل امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې تر اوسه پنځه افغان امنيتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

د خپلواک د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو د زنبلي او ده ادم خان سيمې نيولې او د مالګير پر لور عمليات روان دي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو ډېر کوښښ وکړ چې ګرشک ونيسي خو بريالي نه شول او هر ځل له ماتې سره مخ شول.))

دغه راز د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې عمليات بريالي ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ګڼ طالبان هم وژل شوي دي.

د ګرشک يوه اوسېدونکي محمد نادر پژواک ته وويل: ((په دې ولسوالۍ د طالبانو پرله پسې بريدونو خلک ډېر وارخطا کړي وو، خو اوس امنيتي ځواکونو ماتې ورکړې ده.))

خو دى وايي چې د ځینو لويو لارو تر څنګ طالبانو ډېرو لارو کې ماينونه خښ کړي چې تګ راتګ پرې ستونزمن دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.