ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په تخار کې د استوګنې دوه ښارګوټي جوړ کړي

طالبانو په تخار کې د استوګنې دوه ښارګوټي جوړ کړي

author avatar
8 Oct 2017 - 14:22
طالبانو په تخار کې د استوګنې دوه ښارګوټي جوړ کړي
author avatar
8 Oct 2017 - 14:22

تالقان (پژواک، ١٦ تله ٩٦): وسله والو طالبانو د تخار په دوو ولسواليو کې د استوګنې ښارګوټي جوړ کړي چې تر اوسه يې يواځې هټۍ خلکو ته وېشل شوې دي، دغه موضوع طالبان هم تاييدوي.

دغه ښارګوټي طالبانو د تخار ولايت په درقد او خواجه بهاءالدين ولسواليو کې جوړ کړي دي.

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي سمیع الله د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د دې ولسوالۍ په شور عرب سیمه کې د "عمري" په نوم ښارګوټي جوړولو چارې پیل کړې دي.

نوموړی وایي چې شور عرب سیمه کې په زرګونو جریبه دولتي ځمکه ده چې په خبره یې طالبان غواړي دغه سیمه پر خلکو ووېشي.

دی زیاتوي: "طالبانو تر اوسه څه باندې پنځه سوه دوکانونو لپاره ځمکه وېشلې، په دغه ښارګوټي کې یې دوکانونه، هوټلونه، سرایونه، مارکېټونه، روغتیایي مرکزونه او ښوونځي په پام کې نيول شوي دي."

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې ده هم په "عمري" ښارګوټي کې يو دوکان پيرلى دى.

هغه وايي: ((په ١٥٠٠ افغانۍ يې د دوکان لپاره ځمکه راکړه اوس مې په کې دوکان جوړ کړى او اوس يې نرخ هم لوړ شوى دى.))

دى وايي چې يو شمېر کسانو دوکانونه تر جوړولو وروسته په لوړه بيه پر نورو کسانو پلورلي دي او طالبانو هېڅ هم ورته نه دي ويلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې زرګونه جريبه ځمکه ده خو طالبانو دغه ښارګوټى په دوه سوه جريبه ځمکه کې جوړ کړى او کېداى شي وروسته ورته پراختيا ورکړي.

د هغه په وينا، د استوګنې نومرو د وېش لړۍ يې تر اوسه نه ده پيل کړې خو په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې څلور سوه نومرې خلکو ته ووېشل شي.

هغه زياته کړه: ((يو څه وخت پوليسو يې د تعميراتي موادو وړلو مخه نيولې وه خو اوس يې ازاده پرېږدي لکه چې څه جوړ جاړى يې کړی دی.))

دغه راز د تخار په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې هم طالبانو يو ښارګوټى جوړ کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.