ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپيسا کې د پنځو بيارغونې پروژو چارې پيل شوې

په کاپيسا کې د پنځو بيارغونې پروژو چارې پيل شوې

author avatar
12 Oct 2017 - 00:00
په کاپيسا کې د پنځو بيارغونې پروژو چارې پيل شوې
author avatar
12 Oct 2017 - 00:00

محمودراقي (پژواک ٢٠ تله ٩٦): د کاپیسا په مرکز او څو ولسواليو کې د څلورنیم میليونو ډالرو په ارزښت د پنځو پروژو کارونه پیل شول.

د کاپيسا د کليو او پراختيا رييس انجنير محمد يونس د دې پروژو په پرانيست غونډه کې وويل، په دغو پروژو کې په کوهبند ولسوالۍ کې د ملنګ خېلو د سرک پخول، د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې د سهباز خېلو د سيمې د سرک پخول، په دويم کوهستان کې د يوه سرک پخول، په اول کوهستان کې د عزخېلو د سرک پخول او هم په دې همدې ولسوالۍ کې د اتيا متره پول جوړول شامل دي.

ده زياته کړه، د دې پروژو ټول لګښت څلورنيم ميليونه ډالره کېږي، چې د ځينو پروژو چارې به په روان کال او د څونورو به په راتلونکي کال کې بشپړې شي.

په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي اقبال ساپي وویل: «د دې پروژو په پلي کېدو سره به د کاپیسا د زرګونو اوسېدونکو او هغه سیاحانو ستونزې حل شي چې دوی د کاپیسا بېلابېلو سیمو ته د اوړي په موسم کې سفر کوي.»

د ده په وينا، دوى به د دې پروژې د کارونو د کيفيت څارنه هم کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.