ښرنه (پژواک، ٢٣ تله ٩٦): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ښځينه ډاکترانو نه شتون او کلتوري محدويتونه د دې لامل شوي چې هره مياشت لسګونه مېرمنې د زېږون پر مهال مړې شي.
د دغه ولايت چارواکي بيا وايي چې تېر کال په دغه ولايت کې ١٣ مېرمنې د زېږون پر مهال مړې شوې دي.
د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو په وار وار په روغتيايي برخه کې د ستونزو په اړه خپل غږ پورته کړى خو لا هم دا ستونزه يې پر خپل ځاى پرته ده.
د اړوندې موضوع په اړه د مرکز ښرنې اوسېدونکې زينب پژواک ته وويل چې د روغتيا تر څنګ په نورو برخو کې هم حکومت دغه ولايت ته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.
دې وويل، په دغه ولايت کې يواځې يوه ښځينه ډاکتره فعاليت کوي او د پاتې نورو ناروغانو درملنه د هغو کسانو له خوا کېږي چې په دې برخه کې يې زده کړې نه دې کړې خو يواځې عملي کار يې کړى دى.
هغه وايي: ((ما خپله تر ١٢ پورې مکتب ويلى خو دلته له ښځو سره په روغتيايي برخو کې کومک کوم، زما په شان ډېرې نجونې دي چې د ډاکترۍ په برخه کې يې درس نه دى ويلى خو يواځې لږ عملي کار يې کړى، نو بس په روغتيايي برخو کې په کار بوختې دي.))
د هغې په وينا، په دغه ولايت کې د ښځينه ډاکترانو د نه شتون تر څنګ کلتوري ستونزې هم د دې لامل شوې چې کورنۍ د ناروغۍ پر مهال ښځو ته ډاکتر ته د ورتګ اجازه ورنه کړي.
دې وويل: ((دا کار ځان ته يو پېغور بولي چې ښځه يې ډاکتر ته ولاړه شي، نو ډېرې ښځې ډاکتر ته د نه ورتګ له امله يا مړې کېږي او يا هم نور مشکلات ورته پيدا کېږي.))
دې وويل چې يواځې د زېږون پر مهال هره مياشت په هره ولسوالۍ کې شاوخوا لس ښځې مړې کېږي.
دغه راز د برمل ولسوالۍ د وزيرو قومي شورا مشر اميرمحمد پژواک ته وويل چې په دې سرحدي ولسوالۍ کې يواځې يو دولتي کلينيک دى چې د ډاکترانو دندې يې د نرسانو له خوا پر مخ وړل کېږي.
هغه زياته کړه: ((د کلينيک کار کوونکي غير مسلکي کسان دي، د همدغو کسانو د غير مسلکيتوب له امله هر کال د لسو په شاوخوا کې مريضان خپل ژوند له لاسه ورکوي.))
اميرمحمد وايي چې له دوى سره په څنګ کې پاکستان خپلو خلکو ته مجهز کلينيک جوړ کړى خو دوى هڅه کوي چې خپل ناروغان په ځانګړي ډول د زېږون پر مهال مېرمنې مرکز ښرنې ته انتقال کړي چې يو شمېر يې بيا په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ده وويل: ((که خداى پاک مې غاړه بنده نه کړي، هره مياشت زموږ په ولسوالۍ کې لس ښځې د بچي کېدو پر مهال مړې کېږي.))
دغه راز د دغه ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ د مدني ټولنې غړي عظمت ګټوازي هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په دغه ولايت کې روغتيايي ستونزې له حده ډېرې دي.
هغه د بېلګې په توګه وويل چې د دغه ولايت په خيرکوټ، خوشامند، جاني خېل، وړممۍ، تروې او وازېخوا ولسواليو کې هره مياشت د لسو په شاوخوا کې مېرمنې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ګټوازي زياته کړه: ((يا روغتيايي مرکز ته لاسرسی نه لري، يا اقتصادي ستونزې لري، يا لاره خرابه ده، بل ولايت ته تللى نه شي نو همدا شيان د دې لامل کېږي چې ښځه د بچي راوړلو په وخت کې مړه شي.))
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په کليو کې مشرانې ښځې د خپلو تجربو له مخې اوميندوارو ښځو ته ولادت ورکوي چې ډيرى وخت يا مور او يا يې هم ماشومام خپل ژوند له لاسه ورکوي.
همدارنګه د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مرستيال يعقوب خان منظور پژواک ته وويل چې له يوې خوا په دغه ولايت کې روغتيايي ستونزې ډېرې دي، له بل پلوه يو شمېر کسان دغه ولايت ته درمل قاچاق کوي.
هغه وايي: ((داسې دوا راوړي چې له ګټې نه يې تاوان ډېر دى خو بيا هم خلک يې استعمالوي او د مخنيوي يې څوک نشته دي.))
منظور هم وويل چې د دغه ولايت د مرکز په ګډون په ډېرو ولسواليو کې مېرمنې ډاکترانو ته لاسرسی نه لري چې ډېرې يې د ماشوم د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ده زياته کړه: ((که دقيقه څېړنه وشي تاسو باور وکړئ چې په هره مياشت کې لس مېرمنې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.))
د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکی اخترمحمد د هغو کسانو په ډله کې دی چې د زېږون پر مهال يې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
هغه خپله کيسه داسې پيل کړه: ((د شپې اته بجې وې، ښځې ته مې د ولادت تکليف پيدا شو، په ولسوالۍ کې داسې کلينيک نشته چې ښځه مې هلته وړې واى او لاره هم ډېره نا امنه ده چې ښرنې ته راغلى واى نو هېڅ چاره نه وه.))
دې وايي چې له ډېرې ناچارې يې خپله مېرمن په کلي کې يوې زړې ښځې ته چې په دې برخه کې يې تجربه درلوده، بوتله.
هغه زياته کړه: ((ساعتونه زه بهر په دېره کې ناست وم، په دې تمه وم چې ماشوم به مې پيدا کېږي خو ډير بد احوال يې راته راکړ چې ښځه او ماشوم دې دواړه مړه شوي دي.))
دى وايي چې اوسمهال له خپلو څلورو نورو ماشومانو سره پرته له موره يې ژوند کوي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دى.
ده وويل: ((مور يې نشته دى، زه يې هم مور يم او هم پلار، خداى دې دوى تباه او برباد کړي چې موږ يې له دې ډول مشکلاتو سره مخ کړو.))
د هغه د معلوماتو له مخې، هره مياشت په دې ولسوالۍ کې له لسو ډېرې ښځې د زېږون پر مهال خپله ژوند له لاسه ورکوي.
همدارنګه د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې بي بي حوا خوشيوال پژواک وويل چې د زېږون تر څنګ په نورو روغتيايي برخو کې هم د دغه ولايت ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغې دغه ستونزې په ډاګه نه کړې خوزياته کړه: ((د نورو ولايتونو ډاکتران دلته وظيفې نه کوي؛ ځکه چې نه يې امنيت سم دى او نه يې هم د ماشومانو لپاره د زده کړو چاپېريال برابر دى.))
دې هم وويل چې په دې ولايت کې د زيږون پرمهال يو شمير ميرمنې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
خو د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل خروټي بيا يادې څرګندونې په کلکه رد کړې.
هغه وايي چې په ډېرو ولسواليو کې دوى قابله ګانې ګومارلې دي چې له مخې يې د زيږون پرمهال د ميندو د مړه کېدو کچه ټيټه شوې ده.
هغه په دې برخه کې کومه شمېره وړاندې نه کړه خو ويې ويل چې په دې اړه د عامې روغتيا وزارت معلومات لري.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې تېرکال په ټول افغانستان کې ٣٤٧ مېرمنې د زيږون پرمهال مړې شوې دي.
بل لورته د او ايچ پي ام موسسې مسوول عبدالسلام باور زي پژواک ته وويل چې تيرکال په ټوله پکتيکا کې ١٣ ميرمنې د زيږون پرمهال مړې شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې په روان کال کې تر دې دمه يواځې شپږ ميرمنې د زيږون پرمهال مړې شوي دي.
دغه موسسه په پکتيکا کې د مور او ماشوم د روغتيا په برخه کې کار کوي.
خو بل لور ته د پکتيکا د عامې روغتيا رياست يوې باوري سرچينې پژواک ته وويل چې هره مياشت د دې ولايت په هره ولسوالۍ کې له ٧ څخه تر نهو مېرمنو پورې د زيږون پرمهال مړې کيږي.
هغه وويل: (( نه موسسې او نه هم چارواکي په دې برخه کې سم معلومات نه ورکوي ځکه ډاريږي چې وظيفې له لاسه ور نه کړي.))
د يادونې ده، پکتيکا ١٨ ولسوالۍ لري او په دې ولايت کې ٤٤ دولتي او نهه خصوصي روغتيايي مرکزونه فعاله دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP