پل علم (پژواک، ۲٩ تله ۹۶): د لوګر ډېرى اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت روغتيايي خدمتونه کمزوري دي، نو ځکه د درملنې په موخه کابل او يا هم نورو ولايتونو ته ځي.
خو بل لور ته بيا د روغتيا برخې چارواکي وايي چې د مرکزي احصايې ادارې د غلطې سر شمېرنې له امله دوى ته د نفوس برابر درمل نه ورکول کېږي، نو ځکه ځيني ناروغان نورو سيمو ته د درملنې په موخه ځي.
د اړوندې موضوع په اړه د څرخ ولسوالۍ د پنګرام د سيمې اوسېدونکي سيد عاشر اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى په سيمه کې د خلکو لپاره روغتيايي خدمتونه په سمه توګه نه وړاندې کېږي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((څرخ کې یوه شفاخانه هم نشته، دواړه روغتیایي مرکزونه دي چې یوازې لومړنۍ درملنه په کې کېږي او موږ خپل ناروغان د ولایت روغتون او په ډېرو حالاتو کې کابل ته وړو چې دا کار زموږ بېچاره او غریبو کسانو لپاره ډېر ستونزمن تمامېږي.))
نوموړي له حکومتي چارواکو وغوښتل چې په دې برخه کې د خلکو ستونزې هوارې کړي.
دغه راز د خروار ولسوالۍ قومي مشر محمد ناصر هم پژواک ته وویل چې د دوى په سيمه کې يواځې دوه کلينيکونه دي چې د خلکو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه نه شي کولاى.
هغه وايي: ((په دې کلينيکونو کې نه سم ډاکتران شته او نه هم دوا په کې شته، نو ځکه موږ خپله مريضان کله کابل او کله هم ګردېز ته وړو.))
د نوموړي په وينا، د خروار اوسېدونکي په ډېرو سختو لارو او سختو شرايطو خپل ناروغان د نورو ولايتونو روغتونونو ته انتقالوي.
ده زياته کړه: ((په ژمي کې خو بيا بېخي لارې خرابې وي، کله چې ښځې او ماشومان د مريضي په وخت کې بل ځاى ته وړو نو بيا په لاره کې مړه کېږي.))
ده وويل که حکومت هر څه ژر د لوګر خلکو روغتيايي ستونزې هوارې نه کړي دا به د دغه ولايت په حق کې يوه لويه جفا وي.
همدارنګه د بره کي برک ولسوالۍ د سجاوند کلي اوسېدونکي بازمحمد په دې سيمه کې د روغتيايي خدمتونو له کمزورتيا شکايت کوي.
هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ډاکتر او درملو د نه شتون تر څنګ امبولانس هم نشته دى.
ده وويل: ((دوا له بازار څخه اخلو او مريض هم کابل ته وړو، نو دا په دې معنا ده چې دلته هېڅ روغتيايي خدمات نشته دي.))
دغه راز د ازرې د اکبرخېلو سيمې اوسېدونکي حاجي ابراهيم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي لسګونه کيلومتره مزل کوي څو خپل ناروغان ننګرهار ولايت ته ورسوي.
له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د ازرې ولسوالۍ لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.
د حاجي ابراهيم په وينا، د دې ولسوالۍ ډېر لږ اوسېدونکي کولاى شي خپل ناروغان ننګرهار او يا هم کابل ته انتقال کړي.
هغه وايي: ((ټول پيسې نه لري چې خپل مريضان کابل او ننګرهار ته يوسي، د خداى پاک هيلې ته پراته وي، يا ښه کېږي او يا هم مړه کېږي.))
ده ټينګار وکړ چې د روغتيايي برخو چارواکي بايد د ازرې ولسوالۍ لپاره يو مجهز روغتون جوړ کړي.
همدارنګه د مرکز پل علم د پورک سيمې اوسېدونکي عاشق الله پژواک ته وويل چې د تور زېړي لپاره په دوه- درې مياشتو کې يو ځل کابل ته ځي.
هغه وايي: (( هم مې وخت ضايع کيږي، هم مې پېسې ډيرې مصرفيږي، خو تور زيړې دومره لوى مرض نه دى چې په لوګر کې يې درملنه ونه شي، دلته ورته بايد څانګې جوړې شي.))
دغه راز د خروار ولسوالۍ اوسيدونکي احمد شاکر بيا هغه کس دى چې غواړي د پښې د درد د درملنې په موخه کابل ته راشي.
ده وويل: ((پښه مې په ترافيکي پېښه کې ژوبله شوې ده، خروار کې څوک پر پوه نه شول، ډېر درد کوي، دلته پل علم ته راغلم، دلته هم په دې يوه هفته کې هېڅ درد ښه نه شو، نو غواړم کابل ته ولاړ شم.))
هغه وايي، سره له دې چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى خو که په کابل کې يې د پښې درد ښه نه شي نو پلان لري چې پېښور ته ولاړ شي.
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
بل لور ته د لوګر سيمه ييز چارواکي هم دا مني چې د دغه ولايت په ډېرو برخو کې روغتيايي خدمتونه کمزوري دي.
د اړوندې موضوع په اړه د څرخ ولسوال محمد حنيف حنفي پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ناسمو روغتيايي خدمتونو په برخه کې د خلکو خبرې حقيقت لري.
دى وايي: ((زه خپله د دې شاهد يم چې خلک خپل مريضان کابل او نورو ځايونو ته بیايي او دغه کار د دې لپاره کوي چې دلته يې سمه درملنه نه کېږي.))
د ولسوال د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې يواځې دوه واړه کلينيکونه دي چې له خلکو سره يواځې لومړنۍ روغتيايي مرستې کولاى شي.
دغه راز د ازرې ولسوال حميدالله حميد هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: ((دا زما له توانه وتلې خبره ده چې زه د دوى روغتيايي مشکلات حل کړم، د حکومت چارواکي بايد دغه کار وکړي…. د دې ولسوالۍ هر اوسېدونکي چې خپل مريض ننګرهار ته وړي نو يواځې د موټر کرايه يې شپږ زره افغانۍ کېږي.))
دى وايي چې د دې ولسوالۍ د ډېرو اوسېدونکو اقتصادي وضعيت کمزورى دى نو نه شي کولاى چې خپل ناروغان نورو سيمو ته انتقال کړي.
بل لور ته د ولايتي شورا غړي هم ورته څرګندونې کوي.
د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل پژواک ته ومنله چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو حکومت ورته هېڅ پاملرنه کوي.
هغه وايي: ((د لوګر خلک له صحي اساسي خدمتونو څخه بې برخې دي، تل خلکو په دې برخه کې ولایتي شورا ته خپل شکایتونه کړي، کوم معلومات چې زه لرم، زموږ د ۸۰ سلنه ناروغانو درملنه په دولتي روغتیایي مرکزونو کې نه کېږي، يا کابل ته ځي او يا هم کوم بل ولايت ته.))
همدارنګه د ولايتي شورا بل غړي حسيب الله ستانکزي وويل چې په دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونه ډېر کمزوري دي او حکومت يې هم د حل لپاره اړين اقدام نه کوي.
ستانګزی وایي: ((د ولایت ډېرى ناروغان له دې امله چې په لوګر کې مجهز روغتون او په کار پوه ډاګتران نشته دي، د درملنې لپاره کابل او يا هم پاکستان ته ځي او ډېرې کورنۍ د دغه کار توان هم نه لري خو څنګه وکړي مريضان ورته پراته وي مجبور دي چې قرض واخلي.))
د يادو ټولو څرګندونو په غبرګون کې د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکتر رسول ګل ثمر پژواک ته وويل چې د دغه ولايت تر څنګ په ټول افغانستان کې روغتيايي خدمتونو په برخه کې ستونزې شته دي.
ده زياته کړه: ((مشکلات شته دي خو دومره ډېر هم نه دي، موږ تر خپل وسه کوښښ کړى چې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړو، زموږ ټول مرکزونه فعاله دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ٥٣ روغتيايي مرکزونه فعاله دي چې په ډېرو کې يې مسلکي ډاکتران هم شته دي.
ثمر وايي: ((اصلي ستونزه دا ده چې د احصايې ادارې له لوري د عامې روغتيا وزارت ته زموږ د نفوس شمېره کمه ورکړل شوې، هغوى موږ ته د درې نيم لکه کسانو لپاره دوا راکوي، حال دا چې هر کال زموږ شفاخانو او کلينيکونو ته اته لکه کسان مراجعه کوي.))
نوموړي زياته کړه چې يادې ټولې ستونزې له وزارت سره شريکې کړي او هغوى هم د حل برخه کې ورسره ژمنې کړي دي.
همدارنګه د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې ولايتي چارواکي هڅې کوي تر څو په دغه ولايت کې روغتيايي ستونزو د حل لپاره لاره پيدا کړي.
هغه وايي: ((زموږ له دغو کارونو څخه يو هم د نايب امين الله خان لوګر د روغتون فعالول دي چې تر اوسه يې ٩٠ فيصده کار خلاص شوى دى.))
صالح د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د دوى د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د ٧٠ سلنه ناروغانو درملنه په ولايت کې دننه کېږي.
د يادونې ده، د لوګر تر څنګ د افغانستان د يو شمېر نورو سيمو اوسېدونکي هم اړ کېږي چې خپل ناروغان نورو سيمو ته انتقال کړي.
څو ورځې وړاندې د هلمند اوسېدونکو هم پژواک ته ويلي چې د روغتيايي خدمتونو د کمزورتيا له امله دوى اړ دي چې خپل ناروغان پاکستان او يا هم کابل ته انتقال کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP